د افغانستان کورنیو چارو وزیر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف، د دې هېواد ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف او ورسره راغلي پلاوي سره کتلي دي.
دې کتنه کې د ازبکستان وزیر د ټرانسافغان اوسپنې پټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درېاړخیزې توافقنامې د لاسلیک جزئیات شریک کړل او د دې سترې سیمهییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي ویلي، چې افغان حکومت سره د اړیکو لا پراختیا ترڅنګ د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو ازادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړېوالو ناستو کې د اسلامي امارت فعال ګډون غوښتونکي دي.
بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزیر د راغلي پلاوي تود هرکلی کړی او د ازبکستان د نېک نېت، رغنده همکارۍ او د افغان ملت سره د ورورۍ له روحیې یې مننه کړې.
نوموړي دې کتنه کې د ټرانسافغان رېلپټلۍ پروژې پرمختګ وستایه او هیله یې وښوده چې دا پروژه به د یادو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم برمختګ وي.
افغان وزیر دا هم ویلي، چې افغانستان غواړي له ازبکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې نن کابل کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.