د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ توافقنامه لاسلیک شوه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تازه خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت، ازبکستان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې توافقنامه لاسلیک شوه.
یاد وزارت ویلي، چې دا توافقنامه د اسلامي امارت ټولګټو، د ازبکستان د ټرانسپورت او د پاکستان د رېل پټلۍ د وزارتونو تر منځ لاسلیک شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یادو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو نن د دې مهمې سیمه ییزې پروژې توافقنامې لاسلیک لپاره کابل ته سفر کړی وو.