غزه کې پنځه اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي
د اسرائیلو رسنیو راپور ورکړی، چې د غزې خیتځ شجاعیه سیمه کې په مخامخ جګړه کې پنځه اسرائيلي پوځیان ټپیان شوې.
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، په ټپیانو کې د دوو وضعیت نازک دی.
دا په تېرو څو ورځو کې اشغالګر پوځ د ته مقاومت مجاهدینو له لوري څویم ګوزار دی چې ورکول کیږي.
تر دې وړاندې اسرائيلي شنونکو ویلي و، چې پوځ غزه کې د جګړې توان له لاسه ورکړی، او حماس د پوځ له نیمګړتیاوو په استفادي پېچلي بریدونه کوي.