د ایراني چارواکو اعتراف: د ایران او اسرائیلو جګړه کې هېڅ افغان جاسوسي نه ده کړې
د اسرائیلو او ایران ۱۲ ورځنۍ جګړې په مهال د ایران حکومت اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور سلګونه کسان ونیول او داسې ویډیوګانې یې هم خپرې کړې چې ګواکې نیول شویو کې افغانان هم شامل دي.
له دې سره سم د ایران پارلمان کې د قم استازی دوکتور منان رئیس وايي، امنیتي چارواکو په یوه ناسته کې، له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په نیول شويو جاسوسانو کې د افغانانو شتون رد کړی دی.
نوموړي دغه خبرې «خبر» ټلویزیون سره په ژوندۍ مرکه کې کړې او له افغانانو وېره یې تېروتنه ګڼلې ده.
منان په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې، چې په دې وروستیو کې له ایرانه هره ورځ زرګونه افغانان په زور زیاتي سره را اېستل کېږي او ګڼ را ستنېدونکي د ایران حکومت له ناسم چلند سر ټکوي.