له خالد بن ولید رض قول اردو څخه نږدې ۴۰۰ پوځي منسوبین فارغ شوي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۰۱خالد بن ولید رض قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۳۸۷ تنه پوځي منسوبین فارغ شوي دي.
وزارت ویلي، چې دا منسوبین له تکتیک، توپوګرافي، مخابرې، انجینري، صحیه او د سپکو او درنو اسلحو له درې میاشتنيو مسلکي زده کړو وروسته نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.
په دې اړه مراسمو کې د لغمان ولايت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد سليم حقاني فارغو منسوبینو ته ویلي، چې دا ستاسې د اعداد برکت دی چې په نړېواله سطحه باندې ځلېږو او په هر هغه څه چې جهاد پیاوړی کیږي قوت دی، نو په هر مؤمن باندې فرض ده چې د کافرو په مقابل کې جهاد او اعداد وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له خپلو استعدادونو ګټه واخلئ او په عصري ټکنالوژۍ باندې ځانونه سمبال کړئ.
شیخ محمد سليم حقاني همداراز پوځي منسوبینو ته ویلي، چې د شهیدانو پاکې وينې، قربانۍ او ارمانونه هېر نه کړئ، د دنيا منصب پسې لاړ نشئ، په مادیاتو خپل جهاد خراب نکړئ او نظام په یو قوت وساتئ.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اسلامي ملي اردو د پیاوړتیا او مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او وخت نا وخت له ښوونیزو مرکزونو څخه سلګونه او زرګونه نوي منسوبین فارغېږي.