د اسلامي امارت زعیم تازه په لوړه کچه نوې ټاکنې کړې دي

د اسلامي امارت زعیم تازه په لوړه کچه نوې ټاکنې کړې دي افغانستان

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د حکم پر اساس په لوړه کچه نوې ټاکنې شوې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې د لوګر ولایت مخکېنی والي مولوي ضیاء الرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معین په توګه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو د سمون چارو مخکېنی عمومي رئیس مولوي ګل زرین، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا د معین په توګه، د چارو ادارې لوی ریاست مخکېنی مالي او اداري مرستیال مولوي محمود شاه زاهد، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې د مرستیال په توګه، د کندهار ولایت د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست مخکېنی مرستیال مولوي سیدحسن شاه آغا، د چارو ادارې د لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي، چې د زابل ولایت مخکېنی امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي د لوګر ولایت د والي په توګه، د کورنیو چارو وزارت مخکېنی مشاور مولوي قدرت الله امیني د کابل ولایت د والي د مرستیال په توګه، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مخکېنی ولسوال مولوي عبدالحلیم حلیمي د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه، د کابل ولایت مخکېنی مرستیال ملا محمد یونس مخلص د کورنیو چارو وزارت د مشاور په توګه او د روزګان ولایت د استخباراتو مخکېنی رئیس مولوي جمال الدین وهاج د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه وخت نا وخت د لوړې کچې چارواکي ټیټې کچې مسؤلیتونو ته او د ټیټې کچې چارواکي لوړو مسؤلیتونو ته د چارو د اغېزمنوالي په پار ټاکي چې دا ټاکنې د مسؤلینو لخوا د هرکلي او اطاعت سره مخ کیږي.

تړلي موضوعات