د روسیې بهرنیو چارو وزیر: د شانګهای سازمان غړي هېوادونه ا.ا سره د اړیکو پراختیا په لټه کې دي
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د شانګهای سازمان غونډې وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي، د یاد سازمان نږدې ټول غړي اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غوښتونکي دي.
سرګئي لاوروف ویلي، د شنګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان بیارغونې، ملاتړ، تلپاتي ودي او د خپلواک، بې پرې او سولهییز هېواد په توګه ګډ لیدلوری لري.
نوموړي له نشه يي توکو په پاک افغانستان ټینګار کړی.
د یادونې ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېواد د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه تېره ورځ پای ته ورسېده دغه ناسته د یاد سازمان مشرانو راتلونکې غونډې لپاره د چمتووالي هغه و، چې ټاکل شوې د اګسټ میاشتې په وروستو کې به چین کې ترسره شي.