د شانګهای غونډه دا ځل یوازې رسمي غړو ترمنځ ده؛ ناظر هېوادونه یې ګډونوال نه دي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوې معتبرې سرچینې حریت راډيو ته وویل، چې چین کې د شانګهای همکاریو سازمان ننۍ غونډه یوازې د دې سازمان رسمي غړو هېوادونو ترمنځ ده او ناظر هېوادونو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
یاده سرچینه زیاتوي، دا چې افغانستان یاد سازمان کې ناظر هېواد دی، نو په دې اساس دې غونډه کې ګډون نه کوي او دا ځل شانګهای یوازې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو کوربه دی.
ټاکل شوې د شانګهای سازمان غونډه نن د چین په کوربتوب د دې هېواد تیان جین ښار کې پیل شي.
چین، روسیه، هند، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغیزستان، ایران او بېلاروس هغه هېوادونه دي چې د دې سازمان رسمي غړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې وخت نا وخت د سیمې بېلابېلو هېوادونو کې ترسره کېږي، چې موخې یې د سیمې امنیت ثبات، اقتصادي همکاریو زیاتوالی، د سیمې او نړۍ حالاتو ارزونه او بېلابېلو برخو کې همغږي او اړیکو پراختیا ښودل کیږي.