عراقچي: اسرائیل په ښکاره امریکا ته له ایران سره د خبرو اجنډا ټاکي

عراقچي: اسرائیل په ښکاره امریکا ته له ایران سره د خبرو اجنډا ټاکي سیمه
د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروستیو څرګندونو ته چې ایران باید ۴۸۰ کیلومټره زیات واټن وهونکو توغندیو د تولید اجازه ورنکړل شي په غبرګون کې ویلي، اسرائیل په ښکاره ډول امریکا ته له ایران سره د خبرو اترو اجنډا او سرې کرښې ټاکي.

عراقچي په اېکس لیکلي، نتنیاهو دوه کاله وړاندې غزه کې د بریا ژمنه ورکړه، خو دوه کاله وروسته یې د جنګي مجرم په تور د نیولو حکم صادر شو او حماس خپلو لیکو ته ۲۰۰ زره تازه دمي ځواکونه جلب او جذب کړي.

نوموړي ویلي، اسرائیلو نه یوازې دا چې له ایران سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ماتې ومنله، خو بیا هم ځاتنه دا اجازه ورکوي، چې په ښکاره ایران سره د خبرو لپاره امریکا ته ووایي، چې څه ووایي او څه نه.

عراقچي زیاته کړې« موساد په خپله چانټه کې داسې څه لري، چې سپینه ماڼۍ یې په خپل دام کې راګیر کړې.»

تړلي موضوعات