د قزاقستان او ازبکستان پانګوالو د برېښنا پر تولید پانګونې طرحې شریکې کړې

د قزاقستان او ازبکستان پانګوالو د برېښنا پر تولید پانګونې طرحې شریکې کړې سیمه

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر خپل کاري دفتر کې د قزاقستان او ازبکستان هېواد پانګوالو سره د برېښنا انرژۍ تولید برخه کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړې دي.

د هېواد برېښنا شرکت وايي، چې د یادو هېوادونو پانګوالو افغانستان کې د برېښنا انرژۍ تولید او تخنیکي انجینرانو روزنې برخو کې خپلې طرحې او وړاندیزونه د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس سره شریک کړل او پانګونې ته یې لیوالتیا وښوده.

بلخوا دې کتنه کې ډاکټر عمر یادو پانګوالو ته ښه راغلاست ویلی او افغانستان کې د برېښنا انرژۍ شته فرصتونو په اړه معلوماتو ترڅنګ یې ورته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

یاده حکومتي اداره زیاتوي، چې د دې هېوادونو پانګوال غواړي، چې افغانستان کې له کمې کچې بیا تر لوړې کچې برېښنا تولید کړي او افغان انجینران هم په تخنیکي ډول وروزي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د سیمې او نړۍ ګڼو شرکتونو او پانګوالو افغانستان کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې او ګڼو دې برخه کې په عملي اقدام لاس پورې کړی.

تړلي موضوعات