پر ایراني چارواکو برید کې ولسمشر پزشکیان ټپي شوی
د ایران فارس خبري اژانس د اشغالګرو له لوري د دغه هېواد ولسمشر پزشکیان، مقننه او او قضائیه قواوو مشرانو باندې د برید معلومات خپاره کړي.
معلومات ښيي، چې اشغالګرو دغه برید کې د لبنان حزبالله مشر حسن نصرالله ترور ته ورته تکتیک کارولی.
سرچینې ویلي، برید کې ۶ توغندي کارول شوي، چې د وتلو ټولې لارې تړل شوې او ایراني چارواکي د اضطراري دریڅې په کارولو په تېښته بریالي شوي.
ویل کیږي دغه بریدونه د ایران حکومت امنیت شورا ناستې پر مهال شوي، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پهکې ټپي شوی هم دی.
د ایران حکومت د دغو بریدونو پړه پر اسرائیلو اچولې.