ایران د بشري قوې له کمښت سره مخ دی
د افغانانو په بې سارې ډول ایستل کېدو وروسته ایراني فابریکو فعالیتونه ټکني شوي دي.
د ایران فابریکه لرونکو په خپلو چارواکو غږ کړی، چې اوس دې د دوی د کارخونو د فعالیت بندو بست وکړي.
د کارخونو مالکین وایي، فابریکې یې په افغان کارګرو فعاله وې، چې اوس د بشري قوې له جدي کمښت سره مخ دي.
دوی وایي ایراني کارګر په کمو پیسو درندو کارونو ته اوږې نه ورکوي چې له امله یې د یو شمېر کارخونو چارې په بشپړ ډول ولاړې او ځیني نورې یې د رکود په حالت کې دي.