ترکیه کې افغان سفیر له افغان سوداګرو سره کتلي
ترکیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې انقره کې د اسلامي امارت سفیر شیخ سنیعالله فرهمند له یو شمېر افغان سوداګرو سره کتلي دي.
یاد سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې ترکيې ته د افغاني محصولاتو په صادرولو او بازار موندنې، سوداګرو ته د لا اسانتیاوو په رامنځته کولو او همداراز د سوداګريزو فعالیتونو د ملاتړ پر موضوعاتو بحث شوی.
بلخوا افغان سوداګرو د نوي سفیر د هرکلي ترڅنګ، د اسلامي امارت له کړنو رضایت څرګند کړ او د اقتصادي اړيکو د پیاوړتیا په برخه کې يې بشپړې همغږۍ ته چمتووالی وښود.
د یادونې وړ ده، چې د ترکیې پلازمېنه انقره کې نوي افغان سفیر شیخ سنیعالله فرهمند دوه اوونۍ وړاندې په رسمي ډول خپل ماموریت پیل کړ.
#حریت_راډيو