ایران کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټ بیه له نیمايي ډېره کمه شوه

ایران کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټ بیه له نیمايي ډېره کمه شوه سیمه

تهران کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې ایران کې مېشتو افغان وګړو روان وضعیت او د هغوی اقتصادي ستونزو ته په کتو د افغاني پاسپورټ بیه له ۱۲۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته را ټیټه شوې ده.

یاد سفارت ویلي، چې دا اقدام د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي هدایت له مخې شوی دی.

افغان سفارت ویلي، چې قدرمن هېوادوال کولای شي د نوي نرخ سره سم پاسپورت ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې ایران کې دمګړۍ مېشت افغانان د ایران له لوري له سختو ستونزو سره مخ دي او تېرو ۱۵ ورځو کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان له یاد هېواد راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات