ډونالډ ټرمپ: راتلونکو څو ورځو کې به د غزې په اړه هوکړه وشي

ډونالډ ټرمپ: راتلونکو څو ورځو کې به د غزې په اړه هوکړه وشي نړۍ
ټرمپ ژر به غزه کې اوربند وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس له لوري د اوربند هوکړې ته د مثبت ځواب ویلو هرکلی کړی او ویلي یې دي، ښایي روانه اونۍ غزه کې اوربند وشي، خو د خبرو له فعلي وضعیت په اړه یې بې خبرې ښودلې.

 ټرمپ ویلي، «موږ باید د غزې په اړه یو کار وکړو زیاتې مرستې او پیسې ور واستوو.»

 حماس جهادي غورځنګ تېره ورځ د منځګړو له لوري غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز شوې طرحې ته مثبت ځواب ویلي.

 حماس ویلي، د خبرو پیلولو ته چمتو دي څو د فلسطیني وګړو پر وړاندې د روان وحشت مخه ونیسي.

 د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته دا څویم ځل دی، چې غزه کې د اوربند او جګړې درېدو خبره کوي، خو بل‌خوا بیا د جګړې د دوام لپاره اشغالګر رژیم د انسان وژني امکانات برابروي.

تړلي موضوعات