د ا.ا.ا مشرتابه: د مدعي او مدعي علیه ترمنځ مساوات وکړئ؛ په فیصله کې د چا مراعت مه کوئ

د ا.ا.ا مشرتابه: د مدعي او مدعي علیه ترمنځ مساوات وکړئ؛ په فیصله کې د چا مراعت مه کوئ اسلام او کلتور

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کندهار کې د قضایي مسؤلینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وینا کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې سیمینار کې د سترې محکمې رئیس، د سترې محکمې مرستیالانو، د نظامي محکمې نظامي مرستیال، د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر، د چارو ادارې لوی رئیس، د علومو اکاډمۍ رئیس، د دارالافتا لوی رئیس، د ستري محکمې د تمیز رئیسانو، د تمیز د دیوانونو رئیسانو او د نظامي محکمو رئیسانو په ګډون ګڼو د قضايي برخې مسؤلینو ګډون درلود.

دې سیمینار کې د اسلامي امارت مشرتابه د مسؤلینو خدمتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی، په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او په قضاء سره فتنې او فسادونه له منځه ځي، عدالت قایمیږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د جهاد د اهدافو په عملي کولو کې لوی رول د محاکمو دی او محاکم به دین او اسلام احیا کوي او اسلامي عقیدې، د شریعت تنفذ او اسلامي اخلاقو ته به رواج ورکوي او ټول نظام د محاکمو تر شا ولاړ دی.

یاد سیمینار کې د اسلامي امارت مشرتابه همداراز مسؤلینو ته ویلي، چې د خپلو بندیانو خاص خیال وکړئ، بې سرنویشته بندي په زندان کې مه پرېږدئ، د مدعي او مدعي علیه ترمنځ مساوات وکړئ، په فیصله کې د چا مراعت مه کوئ او د ټولو ادارو سره همکاري وکړئ.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت زعیم وخت نا وخت چارواکو لپاره جوړ شویو سیمینارونو کې ګډون کوي او هغوی ته د اسلامي شریعت پلي کولو، د اسلامي نظام ساتنې او چارو اغېزمنتیا لپاره لارښوونې کوي.

تړلي موضوعات