روسیه کې د افغانستان نوي سفیر رسما خپله دنده پیل کړه

روسیه کې د افغانستان نوي سفیر رسما خپله دنده پیل کړه سیاست
روسیه کې د افغانستان نوی سفیر مولوي ګل حسن حسن

بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې فدراسیون لپاره د افغانستان فوق العاده استازي مولوي ګل حسن«حسن» د سفارت کارکوونکو سره په تعرفي ناسته کې رسما خپله دنده پیل کړه.

ګل حسن د سفارت له ډيپلوماټانو او کارمندانو سره لومړنۍ کاري ناسته کې په بشپړه ژمنتیا د ورسپارل شوې دندې او سفارتي چارو پر مخ وړلو ژمنه کړې.

بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د افغانستان سفیر منل اغېزمن ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې له دې ګام اخېستلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

د روسیې لپاره د افغانستان سفیر تېره ورځ مسکو ته ورسېد.

تړلي موضوعات