روسیې لپاره د افغانستان نوی سفیر مسکو ته ورسېد
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې لپاره د افغانستان نوی سفیر تېره ورځ مسکو ته رسېدلی.
ټاس د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راپور کې ویلي، «ترهغه ځایه چې موږ خبر یو نن ماښام (سې شنبه ماښام) به د افغانستان نوی سفیر مسکو ته راشي.»
ضمیرکابلوف دغه څرګندونې دوحه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکټور د پراختیا په اړه د کاري ډلو غونډې وروسته کړې دي.
کابلوف د مۍ په ۱۶مه کازان کې د روسیې – اسلامي نړېوال اقتصادي فورم ۱۶مې غونډې په څنډه کې ټاس ته ویلي و، افغانستان روسیې لپاره نوی سفیر ورپېژندلی دی.
ویل کیږي چې مولوي ګل حسن مسکو کې د دغه هېواد د ډيپلوماټیک ماموریت نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان او روسیې اړیکې وروسته له هغې نوي پړاو ته دننه شوې، چې د اپرېل په ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له لېسته لرې کړ.