روسیه: امریکا او اروپا دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په امریکا او اروپا نیوکې سره ویلي، افغانان عملي مرستو ته اړتیا لري نه ژمنو او بې پایلې څېړنو ته.
کابلوف قطر کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د افغانستان په اړه د کاري ډلو ناستې په پای کې ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې له امریکا او اروپا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانانو ريښتني ملاتړ لپاره باید امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اروپا هم باید د بشري مرستو اړوند د سویس یوه بانک ته سپارل شوي ۲.۵ میلیارد ډالره کابل ته ورکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو هم په وار وار له امریکا او اروپا غوښتي د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړي، چې دې چارې د افغانستان په پرمختګ او بیارغونې منفې اغېز کړی.