د ایران له بریدونو وروسته؛ اماراتو او بحرین هوايي حریم وتاړه
د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې له قطر وروسته متحده عربي اماراتو او بحرین هېوادونو هم خپل هوايي حریم تړلی دی.
دا اقدامات د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته کېږي. ایران نن شپه قطر هېواد کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه العدید د توغندیو پر مټ په نښه کړه.
سي اېناېن تلوېزیون په قطر کې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې قطر کې د څو پرلهپسې او زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
یاده دې وي، چې العدید منځني ختیځ کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه ده، چې امریکا د سیمې د هوايي ځواک عملیات ترې رهبري کوي او زرګونه سرتېري یې هلته مېشت دي.