سوریه کې د امریکا پر پوځې اډه توغندیز برید شوی

سوریه کې د امریکا پر  پوځې اډه توغندیز برید شوی نړۍ
سوریه کې د امریکا پوځي اډه په نښه شوې

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلي فارس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت قصرک سیمه کې د امریکا پوځي اډه باندې توغندیز برید شوی.

ویل کیږي یاده اډه کې امریکایي ځواکونه د تیارسۍ حالت غوره کړی.

تر اوسه د دې برید په اړه جزیات نه دې ورکړل شوي، چې دغه برید د چا له لوري ترسره شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر برید وروسته ایراني چارواکو امریکا ته د ځوابي برید کولو ګواښ کړی.

تړلي موضوعات