ایران قطر کې د امریکا پر لویې نظامي اډې العدید توغندیز بریدونه کړي

ایران قطر کې د امریکا پر لویې نظامي اډې العدید توغندیز بریدونه کړي نړۍ

ایراني رسنیو تازه خبر ورکړی، چې ایران قطر هېواد کې د امریکا پر لویې نظامي اډې توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک په دې اړه ویلي، چې دغه غچ اخیستونکي بریدونه د امریکا وروستیو بریدونو غبرګون کې شوي دي، چې د ایران سوله ییز اتومي تاسیسات یې په نښه کړي وو.

سپاه پاسداران ځواک ویلي، چې ایران هېڅکله هم پر خپله خاوره او حاکمیت یرغل بې ځوابه نه پرېږدي.

یاده دې وي، چې العدید منځني ختیځ کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه ده، چې امریکا د سیمې د هوايي ځواک عملیات ترې رهبري کوي او زرګونه سرتېري یې هلته مېشت دي.

تړلي موضوعات