تسنیم خبري اژانس: ایران نن سهار د موساد یو جاسوس اعدام کړی
تسنیم خبري اژانس ویلي، محمدامین مهدوي شایسته د احمد زوی له صهیونیستي رژیم سره د همکارۍ په جرم د محکمې د حکم په اساس نن سهار په دار ځړول شوی.
یاد اژانس ویلي، نوموړي د ایران انټرنشنال او یو شمېر نورو جاسوسي شبکو سره د همکارۍ درلودولو ترڅنګ د موساد اړوند د یو سایبري ټیم رئیس و، چې وخت ناوخت یې اسرائیلو استخباراتو موساد سره همکاري کوله.
تسنیم زیاته کړې، مهدوي شایسته د اسرائیلو استخباراتو په لارښوونه د ویب سایټونو له لارې د ایران وسله وال پوځ کارکوونکو او حکومت پر وړاندې تبلیغات کول.
د یادونې ده، چې پر ایران د اسرائیلو تر برید وروسته د ایران حکومت صهیونیستي رژیم ته د جاسوسي په تور څو تنه اعدام کړي.