د ایران پارلمان د هرمز تنګي تړلو پرېکړه تصویب کړه
وروسته له هغې چې امریکا د ایران په خاوره هوايي بریدونه ترسره کړل ایراني چارواکو په غچ اخیستنې ټینګار وکړ.
ایراني چارواکو پرون ویلي و، چې د واشنګټن له لوري د غچ اخیستنې لپاره انتخابونه د مېز پر سر دي.
تازه رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ایران پارلمان د هرمز تنګي د تړلو اقدام تصویب کړی.
اژانس د ایران حکومت دغه اقدام په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي خو ویلي دي که عملي شي د تېلو په برخه کې به پر نړېوال بازار بد اغېز وکړي.
رسنۍ وايي، په نړۍ کې دا ستر او مهم تنګی چې د تېلو او نورو توکو د انتقال ستره لار بلل کیږي شاوخوا ۴۰ کیلو متره سور لري.
راپور کې راغلي، د هرمز تنګی د ایران او عمان تر منځ یوه سمندري لاره ده چې له تړل کېدو سره به د نړۍ اقتصاد زیانمن او په ګڼو هېوادنو کې به د تېلو بیې لوړې کچې ته ورسیږي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین غوښتي چې ایران و هڅوي څو دغه تنګي ونه تړي.
رويټرز لیکلي، روبیو په سیمه کې خپلو ځواکونو ته د خوندیتوب په موخه خبرداری ورکړی دی.