پوتین عراقچي ته؛ تر دې کتنې وروسته به وضعیت د پخوا په څېر نه وي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتنه کې ویلي، د ایران او اسرائیلو په شاوخوا کې د کړکېچ زیاتېدو په اړه د روسیې دریځ معلوم او د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې څرګند شوی.
ولادیمیر پوتین ویلي،« پر ایران پارونکی برید د هیڅ توجیه یا عذر پر بنسټ نه دی.»
پوتین زیاته کړې روسیه د ایران خلکو سره د مرستې هڅه کوي په خبره یې، له دې غونډې وروسته به وضعیت د پخوا په څېر نه وي.
بلخو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونو له کبله سیمه کې کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتلي، چې تېره ورځ امریکا د ایران په درېیو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.