ایران د اسرائیلو یوه پرمختللې جنګي جیټ الوتکه نسکوره کړې
المیادین ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د ایران دفاعي ځواکونه توانېدلي یوځل بیا د صهیونیستي رژیم پرمختللې جنګې الوتکه نسکوره کړي.
یاد ټلوېزیون په خپور کړي خبر کې ویلي، دغه جیټ F-35 ډوله امریکایي الوتکه د ورامین ښار جواداباد سیمه کې نسکوره شوې.
هاخوا د ایران تسنیم اژانس د صهیونیستي رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې په اشغالي سیمو د ایران بریدنو له پیله ۲۴ اسرائیلیان وژل شوي او تر ۱۳۰۰ زیات ټپیان دي.
اسرائیلي رسنیو ویلي، ایران د بریدونو له پیله تر دې مهاله تر ۴۴۰ زیات توغندي د اشغالي فلسطین په لور توغولي.
د ایران له لوري دغه جنګي جیټ الوتکه داسې مهال نسکورېږي، چې تر دې وړاندې ایراني رسنیو د دغه هېواد دفاعي سیسټم له لوري د دوو F-35 او یوې F-16 جنګي الوتکو نسکورېدو راپور هم ورکړی و.