اروپایي ټولنه افغانستان سره ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي
د اروپایې ټولنې چارواکو بروکسل کې د یوې ناستې پرمهال روان کال د افغانستان خلکو سره د ۱۶۱ میلیونه یورو مرستې ځانګړې کېدو ژمنه کړې.
اروپایي ټولنې د یادې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه بشري مرستې به د نړېوالو مرستندویه بنسټونو له لارې افغانستان کې خلکو ته ورسېږي.
ویل کیږي دغه اندازه پیسې به افغانستان کې د غذایي توکو برابرولو، روغتیايي خدماتو، خوارځواکۍ، څښاک اوبو او زده کړو برخو کې ولګول شي.