روسیه کې اورګاډی له کرښې وتلی؛ ۷۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
روسي رسنیو خبر ورکړی، چې بریانسک ولایت کې له کرښې د یو مسافر وړونکي رېل وتلو له کبله ۷ تنه وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي.
د روسیې تاس خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پېښه تېره شپه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې اوکراین سره سرحد ته څېرمه رېل پټلۍ باندې هوایي پل ونړېد.
که څه هم تر اوسه د پل غورځېدو علت نه دی روښانه شوی خو ویل کیږي چې تر دې پېښي وروسته د روسیې بریانسک سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.