ازبکستان د افغان ټرانس پروژې په اړه پلان له ا.ا.ا سره شریک کړی

ازبکستان د افغان ټرانس پروژې په اړه پلان له ا.ا.ا سره شریک کړی سیمه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم سره د ازبکستان سفیر عثمان اویبېک کتلي دي او په ګڼو موضوعاتو یې خبرې اترې کړې دي.

دې کتنه کې ډاکټر نعیم ویلي، چې د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شته او د دې فرصتونو څخه د ښې استفادې په موخه د ټرانزېټي اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پراخول کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې ولري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزېټ او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی دی.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئیس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې سفیر اویبېک د افغان ټرانس پروژې او نورو برخو اړوند خپل پلانونه شریک کړي دي.

حافظ تکل زیاتوي، چې د کتنې په پای کې دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراخولو او هم د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ پروژه ده، چې د ازبکستان له ترمذه د افغانستان مزار شریف، لوګر او له هغه ځایه پکتیا کې د خرلاڅیو له لارې پر ډیورنډ فرضي کرښه کورمې ته اوړي او بیا د پاکستان د اورګاډو شبکې سره نښلول کېږي.

تړلي موضوعات