هند او پاکستان د یو بل ډېپلوماټان ایستلي
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو هندي ډيپلوماټ ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې له پاکستان ووځي.
یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کړې ویلي، اسلام اباد کې د هند عالي کمېشنرۍ یو کارکوونکي له خپل ډېپلوماټیک ماموریت ناوړه ګټه اخېستې.
خبرپاڼه کې نورو هندي ديپلوماټانو ته هم د محتاط اوسېدو خبرداری ورکړل شوی.
بلخوا د هند بهرنیو چارو وزارت هم تېره ورځ ویلي، نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت یو ډېپلوماټ یې د ډېپلوماټیکو اصولو خلاف کړنو ترسره کولو له کبله اخراج کړی.
د پاکستان او هند ترمنځ ډيپلوماتیک کړکېچ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له خونړي برید وروسته پيل او دواړو هېوادونو په یو بل بریدونه هم وکړل.