راتلونکی کال د برېښنا برخه کې ۴۰ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي
د برېښنا شرکت مسئولین وایي، دغه اداره په پام کې لري راتلونکی کال د تولیدي برېښنا برخه کې ۴۰ میلیادره افغانۍ پانګونه وکړي.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د بلخ ولسوالۍ سب سټېشن ۴مېګاواټه ټرانسپرمر د پرانېستې پر مهال ویلي، افغانستان د برېښنا تولید برخه کې پراخې سرچینې لري او د برېښنا شرکت هڅه کوي، له باد، لمر، اوبو، کثافاتو او ډبرو سکرو څخه په کور دننه د برېښنا په تولید کې استفاده وکړي.
دغه شرکت همداراز وایي، بلخ ولایت کې یې د ۱میلیون ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو ټرانسپرمر چې د ۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري نصب کړی دی.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د شېر خان بندر څخه د کندوز تر ښار پورې د ۱۱۰ کیلوولټ لین د انتقال پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه، چې په کلني ډول به ۱۴۷میلیونه افغانۍ عواید تر راټول شي.