تورخم ګمرک کې زرګونه جعلي سندونه نیول شوي
د مالیې وزارت خبر ورکړی، د تورخم ګمرک د ځانګړې مفرزې قطعې د ګزمې پر مهال یو شمېر جعلي سندونه نیولي دي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه سندونه په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وه او قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
نیول شویو جعلي سندونو کې ۱۰۰۲ نکاح خطونه، ۳۱۵ د موټرو لایسنسونه، ۴زره ۷۱۶ د بهرنیو چارو وزارت ټاپې، ۴۴۰ امارتې تذکرې او ۵۹۰ د تېر نظام پېژندپاڼې شاملې دي.
د دغو سندونو په تور دوه کسان نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو ورسته به د نورو اجراتو لپاره اړوند ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو څو ځلې تورخم ګمرک کې ورته ګڼ جعلي سندونه او وسلې نیولې دي.