د ا.ا په راتګ سره اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی

د ا.ا په راتګ سره اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی افغانستان
د ا.ا په راتګ سره اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی

زابلي خبریالان وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره اطلاعاتو ته لاس رسی او کار يې اسانه شوی دی.

د زابل ولایت خبریالان او د رسنیو مسؤلین وايي ، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې په کار کې اسانتیاوي رامنځ ته شوې او د دې ولایت په کچه اطلاعاتو ته د دوی لاس رسی آسانه او خورا ښه شوی.

هغوی وايي په کاري مالیاتي او ظرفیت لوړونې برخو کې ورسره لازمې همکارۍ هم شوې دي.   

دا خبریالان او د رسنیو کارکوونکې وايي د اسلامي امارت په راتګ سره په مالیاتي، روزنې، او خبرې برخو کې ورسره لازمه همکاري کیږي چې له امله یې دې ولایت کې رسنیز ډګر پیاوړی شوی دی.

پر همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د زابل اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد د خپلو خبرو په لړ کې د رسنیو کارکوونکو او خبریالانوته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د بیان ازادۍ ته ژمن او اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې له خبریالانو او رسنیو سره همکاري کوي.

تړلي موضوعات