د خلکو ستونزو حل لپاره پر وخت اقدامات باید د مسئولینو لومړیتوب وي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت له مرستیال مولوي سعید احمد او امنیه قومندان مولوي محمد فرید عمر سره په کتنه کې ويلي، له ولسونو سره همغږي او د هغوی ستونزو حل ته پر وخت اقدامات باید د مسئولینو لومړیتوب وي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانان مبارزه مخکې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره وه، چې نن د اسلامي نظام د ثبات او پايښت لپاره ده.
په دې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دواړو مسئولینو د دې ولایت د امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل د دوی په خبره، له امنیتي ځواکونو سره همکاري دي.