د زندانیانو د راخوشي کولو په دوام تازه ۱۵۰ نور افغانان هېواد ته راستانه شول

د زندانیانو د راخوشي کولو په دوام تازه ۱۵۰ نور افغانان هېواد ته راستانه شول افغانستان
هېواد ته بیرته را ستانه شوي افغان کډوال

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې ۱۴۷ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي.

 دغه وزارت وایي، د راستانه شویو کډوالو له ډلې ۸۴ یې د دوشنبې په ورځ او ۶۳ یې پرون چهارشنبه خپل هېواد ته را ستانه شوي.

 سرچینې زیاته کړې، دغه کډوال چې پاکستان کې قانوني اسنادو نه لرلو له کبله بندیان وو، د اسلامي امارت په هڅو ازاد او خپلې خاورې ته را ستانه شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له هېواده بهر د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه هڅې ترسره کړې او کوښښ کیږي چې هېواد کې د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي.

تړلي موضوعات