د راډیو نړېواله ورځ او پر ټولنه یې اغېزي

د راډیو نړېواله ورځ او پر ټولنه یې اغېزي افغانستان
یو تن افغان چې د خپل کار پر مهال راډیو اوري

نن د فبروري ۱۳مه د راډیو له نړېوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ۲۰۱۱ کې د یونسکو د غړو هېوادونو له خوا اعلان شوه او په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نړېوالې ورځې په توګه ومنله.

 راډيو اوس هم په افغانستان کې خلکو ته د اطلاع رسونې او عامه پوهاوي په برخه کې اساسي رول لري او د افغانانو په منځ کې د رسنیو له ډلې د ډېر محبوبیت او ځای لرونکې ده.

 نن سبا آن تر دې چې بزګر په خپل پټي کې راډيو اوري او له دې لارې په هېواد او نړۍ کې له مهمو پېښو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو ټولنیزو مسایلو څخه د راډيو له لارې پوهاوی او خبر ترلاسه کوي.

 راډیو د خلکو لپاره سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، تفریحي او په بېلابېلو برخو کې پراخ معلومات خپروي، چې هره برخه یې خپل مینوال او مخاطبین لري.

 دغه بې لګښته رسنۍ چې اوس د هرکور د مېلمه په توګه پېژندل کېږي، اغېزې یې هم همدومره دي، چې ښه بېلګه یې راډیویي ښوونځي، د نشه یي توکو د استعمال مخنیوي په پار پروګرامونه او سیاسي او اقتصادي خپرونې دي، چې هرې برخې یې په خپل وار سره  خپلې اغېزې لرلې دي.

 انساني فکر ترټولو ښه اخیستنه له داسې خبرو کولای شي، چې غواړي وایې وري او راډیو یو له هغو وسیلو ده چې د انساني فکر سره سم خبرې کوي، هرکله چې انسان وغواړي اورېدلای یې شي او هرکله چې وغواړي بندولای یې شي، ځکه هیڅ داسې نزاکت یې ترمنځ نشته، چې د جبر له مخې ورته غوږ شي.

 سږ کال د راډيو نړېواله ورځ داسې حال کې راځي، چې دمګړۍ د هېواد ګوټ ګوټ کې ګڼې راډيوګانې فعالیت کوي او د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم نشرات کوي او ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

تړلي موضوعات