د حریت اونیزې ځانګړې ۹۷ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه
نن ورځ د حریت اونیزې ۹۷ یمه ګڼه ( د ۱۴۰۳ ل د سلواغې ۲۷ - کب ۲ نېټې) چاپ او خپره شوه.
یاده ګڼه د هېواد بېلابېلو ولایتونو او د کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوې او د وېش په حال کې ده.
د حریت اونیزې دا ګڼه افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ۳۶ مې کالیزې ته ځانګړې شوې ده، چې د سرمقالې په ګډون په کې بېلابېلې لیکنې، راپورونه، خبرونه، تاثرات، پر کتاب تبصره، شعرونه او نور مطالب خپاره شوي.
د دې اونیزې چلوونکي وايي، چې حریت اونیزه په اوونۍ کې یو ځل په دې هوډ خپرېږي چې تر پخوا به لا معیاري، د مینوالو د خوښې وړ او مسلکي کېږي.
د یادونې ده، چې حریت اونیزه اوس مهال د حریت راډيو په امتیاز او مدیریت خپرېږي، چې نن ورځ یې د درېیم کال لسمه ګڼه چاپ او خپره شوه.