ګواتیمالا کې د بس اوښتو له امله لسګونه کسان وژل شوي
د مرکزي امریکا ګواتیمالا هېواد پلازمېنې ته نږدې پرون دوشنبه د یوه بس اوښتو پېښه کې ۵۱ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس هلته د خپلو سرچېنو په حواله ویلي، چې یو مسافر وړونکی بس چې د سان اګستین ښارګوټي څخه د دغه هېواد پلازمېنې ګواتیمالا سیټي ته روان و، له پُل څخه ژورې کندې ته لوېدلی دی.
سرچېنې ویلي، د پېښې وروسته د ګواتیمالا ولسمشر، برناردو اریوالو درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.