له هوکړې د اسرائیلو سرغړونې؛ حماس د اسرائیلي بندیانو تبادله وځنډوله
د حماس جهادي غورځنګ ویاند ابو عبیده خبر ورکړی، چې د شوې هوکړې څخه د اسرائیلي اشغالګرو د پرلپسي سرغړونو له امله یې د اسرائیلي بندیانو د تبادلې لړۍ وځنډوله.
ټاکل شوې وه، چې د اسرائیلي بندیانو بله تبادله راتلونکې شنبه ترسره شي، خو حماس جهادي غورځنګ وویل، چې تر بلې خبرتیا ځنډېدلې ده.
ښاغلي ابو عبیده ویلي، چې د حماس مشرتابه تېرو درېیو اونیو کې له تړون څخه د اسرائیلو سرغړونې څارلې دي، چې غزې شمال ته د بې ځایه شویو کسانو بېرته راګرځېدل ځنډول او خنډونه ورته ایجادول، د غزې تراړې په مختلفو سیمو کې هوایي بریدونه او ډزې ترسره کول او د تړون له مخې په کافي اندازه مرستندویه موادو ته اجازه نه ورکول، هغه څرګندې تخطۍ دي چې اسرائیلي اشغالګرو ترسره کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې بلخوا مقاومت جهادي ډلو خپلې ټولې ژمنې پلي کړې دي.
حماس جهادي غورځنګ پر اسرائیلو غږ کړی، چې خپلې ژمنې پلي کړئ او د تېرو اونیو حقونه بېرته فلسطیني ولس ته ورکړئ، چې د نه عمل په صورت کې به د بندیانو تبادله ځنډېدلې وي.
حماس ډاډ څرګند کړی، چې دوی د هوکړې تطبیق ته په پوره معنا ژمن دي، خو که اسرائیل ورته ژمن پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي اشغالګرو په خپل تاریخ کې هره هوکړه ماته کړې او له هر تړون او وعدې یې سرغړاوی کړی دی، چې د غزې وروستی تړون یې څرګند مثال دی.