ایلان ماسک د امریکا د تبلیغاتي راډيوګانو د تړلو غوښتنه ولې کړې؟
د ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر او د نړۍ مشهور میلیاردر « ایلان ماسک» وايي، ازادۍ او امریکا غږ راډیو ګانې اوس اورېدونکي نه لري او باید بندې شي.
ماسک په اېکس پاڼه ویلي، په دغو راډیو ګانو د مالیه ورکونکو پیسې بېځایه لګول کیږي او زیاتوي، چې ددې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارد ډالر سوځیږي.
امریکا د دغو دوو راډیوګانو د بندېدو غوښتنه داسې مهال کوي، چې دوی یې د خپلو ګټو لپاره ګټورې نه بولي او اوس یې لګښتونو بې ګټې ویني.
د یادونې وړ ده، چې امریکا غږ راډيو د شلمې پېړۍ نږدې نیمايي کې او ازادي راډيو پر افغانستان د امریکايي یرغل وروسته رامنځته شوې دي، چې د رسنیزو چارو څارونکي یې اصلي موخې افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امریکا استخباراتي او تبلیغاتي موخو پلي کول او هغوۍ ته رواني زمینه سازي بولي.