ټرمپ یو ځل بیا په سپین سترګۍ د غزې د نیولو خبره کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې غزه به د امریکا تر کنټرول لاندې راولي.
ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، غزه به هرو مرو نیسي په خبره یې، د جګړه ځپلو سیمو د بیارغولو مسئولیت دې د منځني ختیځ نور هېوادونه په غاړه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، غزه یوه لویه سوداګریزه سیمه ده، ځکه خو یې نیول ورته حتمي دي.
خو د حماس جهادي غورځنګ بیا د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې دغه طرحه بې معنا بللې او ټینګار یې کړی، چې غزه د پلور لپاره نه ده.
د یاد غورځنګ سیاسي دفتر ویلي، د فلسطین قضیه په سوداګریزو معاملو نه شي حل کېدای او ولس به یې د هر ډول بې ځایه کولو او جبري ویستلو پر وړاندې ودرېږي.
ها خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ټرمپ دغې طرحې ته په غبرګون کې ویلي، هیڅوک دا ځواک نه لري، چې فلسطینیان دې له خپلې خاورې وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ایران او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو د ټرمپ له دغې طرحې سره مخالفت کړی او هغه یې په کلکه رد کړې ده.