غزه کې له نتساریم پوځې کرښې د اسرائیلو پوځ بشپړ شاتګ کړی

غزه کې له نتساریم پوځې کرښې د اسرائیلو پوځ بشپړ شاتګ کړی نړۍ
غزه کې د نتساریم پوځي کرښه

الجزیرې ټلوېزیون خبر ورکړی، چې غزه کې د بندیانو پنځمې تبادلې وروسته صهیونېست رژیم د نتساریم نظامي کرښې څخه بشپړ شاتګ کړی دی.

له نتساریم څخه د نېواکګرو له وتلو سره سم، د حماس جهادي غورځنګ یو لوړ رتبه چارواکي سامي ابو ظهري د دغه اقدام په تړاو ویلي، چې له دې کرښې څخه د نېواکګرو شاتګ د نتنیاهو د ناکامۍ د اعلان په معنا دی.

 نتساریم کرښه چې غزه په دوو برخو وېشي نن سهار ترې اسرائیلي پوځیان په بشپړ ډول ووتل.

 دا شاتګ د اسرائیلو او حماس ترمنځ غزه کې د اوربند په مهال د بندیانو پنځمې تبادلې وروسته ترسره کیږي، چې حماس د ۱۸۳ فلسطینیانو په بدل کې یوازې درې اسرائیل خوشې کړل.

 د نتساریم پوځي کرښه چې د غزې تړانګې یوه له ستراتېژېکو سیمو ده، هلته د منځني ختیځ د چارو شنونکي په دې باور دي چې له دې سیمې د اسرائیلو وتل غزې ته د خلکو د ازاد تګ راتګ د اسانتیا لپاره یو مهم ګام دی.

تړلي موضوعات