د اسلامي نړۍ هېوادونه دې له افغانستان سره د نورو برخو ترڅنګ د لوړو زده کړو برخه کې همکاري وکړي
په مالېزیا کې د ا.ا.ا سفیر نقیب الله احمدي دغه هېواد کې د البخاري نړیوال پوهنتون اجرائیه رئیس سره لیدنه کې له اسلامي نړۍ غوښتي ، چې له افغانستان سره د نورو برخو ترڅنګ لوړو زده کړو برخه کې همکاري وکړي.
یاد هېواد کې د افغانستان سفارت په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې لیدنه کې افغان سفیر هيله ښودلې، چې مالیزیا له افغانستان سره د بورسونو او لا زیاتو فرصتونو په وړاندې کولو سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ، چې ښاغلي احمدي له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې د نورو برخو ترڅنګ دې له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې هم مرسته وکړي.
له بل لوري لیدنه کې د یاد نړیوال پوهنتون اجرائیه رئیس داتو ډاکټر عبدالعزیز ژمنه کړې، چې افغان محصلینو ته به په تحصیلي بورسونو کې زیاتوالی راولي.
د ویلو وړ ده ، چې د شمېرو له مخې په البخاري نړیوال پوهنتون کې د افغانستان د ۵۷ محصلینو په ګډون د ۶۰ هېوادونو محصلین په زده کړو بوخت دي.