خپل نظامي او هسته یي قدرت پیاوړتیا ته به دوام ورکړي
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دې هېواد دفاع وزارت څخه په وروستۍ لیدنه کې ویلي، شمالي کوریا به د هر ډول ګواښونو پر وړاندې خپلو نظامي او هسته یي قدرت پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
کیم جونګ اون ټینګار کړی، هېواد یې باید احتمالي ګواښونو ته خپل دفاعي چمتووالی هم پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړې، شمالي کوریا سیمه کې د هیڅ ډول تاوتریخوالي زیاتېدو ته لېواله نه ده، خو د کوریا امنیت ساتنې او د نويو جګړو مخنیوي لپاره به خپلو دفاعي کړنلارو ته دوام ورکړي.
کیم جونګ اون نړېوال امنیتي ګواښونو په ځانګړي ډول چې د امریکا او متحدینو له لوري یې رامنځته کېږي په اشارې ویلي، د کوریا وسلوال ځواکونه به د خپل امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره خپل پوځي ځواک پیاوړتیا ته دوام ورکړي.