۴۱۲ تنه مسلکي پوځیان د اسلامي اردو لیکو کې اضافه شول
د ملي د فاع وزارت خبر ورکړی، چې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ۴۱۲ تنه منسوبین فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
دغو منسوبینو ته درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.
دې مراسمو ته د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي نویو فارغینو ته په خطاب کې له خلکو سره په ښه چلند او د اسلامي ملي اردو لیکو کې د ورورولۍ فضا په رامنځته کولو ټینګار کړی.
نوموړي همداراز فارغینو ته ویلي، د شریعت په چوکاټ کې درسپارل شوي مسئولیتونه په ښه ډول ترسره کړئ.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد اسلامي اردو تر بل هر وخت په ښه مسلکي ډول روزل شوې او ښایي په لنډ وخت کې یې په سیمه ساری ونه لیدل شي.