ا.ا.ا هڅه کوي واخان په یوه نړېوال سوداګریز مرکز بدل کړي
واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، اسلامي امارت د افغانستان تر ټولو لرې پرتې سیمې لپاره د نړېوال سوداګریز مرکز بدلولو پلان لري او د افغانستان اوسني حکومت چارواکي دا هڅه کوي افغانستان چین سره نښلوي.
دغې امریکایي ورځپاڼې ویلي، اسلامي امارت هوډ لري د افغانستان شمال یوې غرنۍ او جزیرې ته ورته سیمې واخان کې لویه لار جوړه او دا هېواد په یوه نړېوال سوداګریز مرکز بدل کړي.
د دې ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي، که دغه لار جوړه شي د مرکزي اسیا او چین ترمنځ به د سفر کولو وخت کې د پام وړ کموالی راشي او سوداګرۍ به زیاته شي.
واشنګټن پوسټ زیاته کړې، دغه پروژه له یوې خوا د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کوي او له بلي خوا نړېوالې سوداګرۍ کې د افغانستان ځای پیاوړی کوي.
د نړېوالو چارو شنونکي په دې باور دي، دغه لار به د افغانستان مرکزي رول چې پخوا یې د ورېښمو په مسیر کې درلود بیرته را ژوندی او افغانستان به په سیمه ییزه څلور لارې بدل کړي.