کندز کې یې د پولیسو له یو ښوونیز او روزنیز مرکز ۵۲۹ تنه منسوبین فارغ شول

کندز کې یې د پولیسو له یو ښوونیز او روزنیز مرکز ۵۲۹ تنه منسوبین فارغ شول افغانستان
کندز کې یې د پولیسو له یو ښوونیز او روزنیز مرکز ۵۲۹ تنه منسوبین فارغ شول

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د هېواد په شمال زون کې یې د پولیسو له یو ښوونیز او روزنیز مرکز ۷ مه دوره کې ۵۲۹تنه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.

خبر کې راځي، چې په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې  د کندز د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز مشر ملا عبدالستار طارق ویلي، د تېر په څېر یو ځل بیا سلګونه تنه مجاهدین په اسلامي او عقیدتي بڼه له دوو میاشتو مسلکي زده کړو وروسته فارغیږي او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کېږي.

ښاغلي طارق زیاته کړې، فارغو پولیسو کې د څلور ولایتونو منسوبین شامل دي، چې په خپلو ولایتونو کې به خلکو ته د خدمت جوګه شي.

سرچینه زیاتويو چې غونډه کې د کندز امنیه قومندان پاسوال مطیع الله سیف الله ویلي، د خوښۍ ځای دی چې ملي پولیس په مسلکي ډول او اسلامي روحیه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېږي.

 په خبره یې، اوس د دې وخت رارسېدلی چې خپل هېواد او هېوادوالو ته شپه اورځ په صادقانه او مخلصانه ډول خدمت وکړو.

د یادونې وړ ده ، چې تېره ورځ هلمند کې هم له یو ښوونیز او روزنیز مرکز ۴۳۹پولیس سرتېري تر مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي وو.

تړلي موضوعات