د هېواد ګڼو وزارتونو او ادارو کې ۹۳۸ ادارې پروسې ساده شوې
د اسلامي امارت چارواکو د تدارکاتي، وزارتونو او دولتي ادارو کې د ملي او اداري پروسو ساده او یو شان کولو غونډه کې د اداري پروسو پر ساده کولو ټینګار کړی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دغې ناسته کې ویلي، اسلامي امارت د اداري پروسو ساده کولو ته ژمن دی، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ادارو کې کاغذ پراني له منځه لاړه شي.
په ورته مهال د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس ویلي، تېرو درېیو کلونو کې یې وزارتونو او دولتي ادارو کې ۹۳۸ اداري پروسې ساده کړې دي.
ادارو کې د پروسې پر ساده کولو وروسته له هغې ټینګار کېږي، چې دا مهال خلک دولتي ادارو کې له زیاتو کاغذ پرانیو او پېچلو پروسو شکایت کوي.