د صهیونیست رژیم لومړی وزیر امریکا ته لاړ
د اسرائیلي اشغالګرو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په خپله اېکس پاڼه ویلي، واشنګټن ته د سفر موخه یې له حماس جهادي غورځنګ څخه د پاتې بندیانو خوشې کولو سربېره په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې دي چې اسرائیل او د دوی سیمه ورسره مخامخ ده.
ده ویلي، اسرائیل د سولې دایرې پراخېدو په برخه کې چمتو دي او په دې برخه کې یې د پیاوړتیا خبره کړې.
وړاندې تر دې امریکایي اکسیوس وېبپاڼې ویلي و، اټکل کیږي چې د دوشنبې په ورځ به غزه کې د اوربند راتلونکي پړاو په هکله خبرې وشي.
خو الجزیرې تلوېزیون بیا ویلي، غزه کې د اوربند بل پړاو په هکله دا خبرې نتنیاهو د امریکا له ولسمشر سره تر لېدنې ځنډولې دي.
یاده دې وي، چې غزه کې د اوربند د عملي کېدو سره سم، د دوی د کابینې څو مهمو غړو له دندو استعفاوې کړې.