د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په لوړېدو دی
د افغانستان په بازارونو کې ورکړل شویو شمېرو له مخې تېره اونۍ د افغانیو پر وړاندې د یوه ډالر بیه له ۸۱.۵۰ افغانیو څخه ۷۳.۲۹ افغانیو ته ټیټه شوې.
د خپرو شویو شمېرو مطابق د روانې سلواغې میاشتې په ۷مه نېټه د افغانستان پولي بازارونو کې ډالر په ۸۱.۵۰ افغانۍ تبادله کېده، په داسې حال کې چې د افغانستان بانک په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د ډالرو بیه ۷۳.۲۹ افغانیو ته را ټیټه شوې.
اقتصادي شنونکي د حکومت له لوري په بازارونو سمه څارنه او د مناسبو پولي سیاستونو پلي کول د افغانۍ ارزښت لوړېدو لاملونه ګڼي.
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیه داسې مهال را ټیټیږي، چې د افغانستان بانک مسئولینو ویلي و، ډالرو بیې لوړوالی د هېواد په اقتصاد پورې اړه نه لري او اندېښنې وړ مسئله نه ده.